غزل
ته چې خيال په زر زري جامو کړې غوچې
Khushal Khan Khattakته چې خيال په زر زري جامو کړې غوچې
د اسمان ستوري به نه شي په دا ټچې
که بادشاه د مملکت شې، په تخت کښېنې
چې به تل په جهان نه وي دا په پچې
ځان چې کم گڼي تر بله، هغه لوی شي
د سلېمان گوته په دا راغله په خچې
زما، ستا په خوله به مرگ کا تورې خاورې
که ته هر کله حلوا خورې زه خمچې
وداني د درست جهان په محبت شي
راشه گوره محبت د مچ د مچې
زه خوشال که خپل مين په ژړا مومم
په ژړا به پسې نه کړم سترگې وچې