غزل تر هر چا دی زما يار ښه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تر هر چا دی زما يار ښه شېرين لب و شکر باز ښه 02 تر سنبلو يې ښې زلفې تر گلونو يې رخسار ښه 03 تورې سترگې، تورې وروځې تور گېسو يې تار په تار ښه 04 تنگه خوله يې نېسته هسته لکه خوله، هسې گفتار ښه 05 لکه دُر هسې غاښونه لا تر دُرو سپين هموار ښه 06 تر ويښته يې ملا نريه تن يې لا تر سپين چوتار ښه 07 قد يې ښه تر سبر ونې لکه قد هسې رفتار ښه 08 چې هر ځای وته يې گورم سر تر پايه پريوار ښه 09 خدايه ماتې هغه خولې کړې چې به وايې هندو بار ښه 10 هومره کلي، ډېر ښارونه پکې نشته يو نگار ښه 11 چې پکې خواږه ياران دي پېښور تر هر ديار ښه 12 په موسم د ښو گلونو تر هر څه دميرې ښکار ښه 13 ښه په هند کې چنبا گل دی تر دا گل د وطن خار ښه 14 د سرای قدر نور چا نه زده په خوشال دی تر فرخار ښه Dictionary meaning × Headword