نظم

اندېښنو ته زړه ورمه کړه

Khushal Khan Khattak

اندېښنو ته زړه ورمه کړه

څو حيات يې په دنيا

که تل خوښ اوسې تل خاندې

يې اسم يا مسما

تر هغه نادان څوک نشته

چې نن غم خوري د سبا

غم غيرت په يوه لور کړه

خاطر صاف شه له هرچا

د سبا اندوه نن مه کړه

گوره څه وشي فردا

واړه وسپاره و خدای ته

که دوستان ديکه اعدا

که لقمان شې په حکمت کې

يا که بو علي سينا

نه به لار د مرگي بند کړې

نه به خلاص شې له قضا

د قضا سره جنگ نه شي

و قضا وروړه رضا

که رضا په قضا ورکړې

نور خوشال يې په رښتيا