غزل هغه مخ چې ښايسته د نندارو وي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هغه مخ چې ښايسته د نندارو وي چې يې ويني د هر چا پسې هو هو وي 02 د بلبلو له بلغاکه دلگير مه شه هغه ځای چې رنگ و بو وي، گفتگو وي 03 که هر څو ښايسته ډېر دي، گومان نه کړم چې به بله لکه ته پاکيزه رو وي 04 تور گيسو پر همگي صورت خواره کړه چې دې درست صورت همه دمښکو بو وي 05 زه به سترگې ستا له مخه نه وانخلم مخامخ که تير انداز راته يو څو وي 06 قاصدان زما د اوښکو کښته پورته همېشه دکښلي مخ په جستجو وي 07 نن چې ته له مانه ځې زړه مې خوشال کړه ياره! ستا وعده به کله د راتلو وي Dictionary meaning × Headword