غزل

هر چېرته چې کښېنې هغه ځای د گلو باغ شي

Khushal Khan Khattak

هر چېرته چې کښېنې هغه ځای د گلو باغ شي

چې درومې په چمن کې ، د لاله سينه داغ داغ شي

چې باد دې تورې زلفې په سپين مخ کاندي پرېشانې

د مښکو، د عنبرو بوی پرېشان په هر دماغ شي

په زلفو کې دې ورک زما زړگی شو مخ څرگند کړه

د ورک کالي غوښتنه تل په توره شپه په څراغ شي

چې ما مزه موندلې ستا د شونډو، دروغجن يم

که دا مزه به هم مونده د ميو په اياغ شي

پيغام زما ای باده تر شيدا بلبلو وروړه!

لا شک چې په دا باغ کې د گل بوی دگل سراغ شي

يو دم د خوار خوشال سره ته هم فراغت کښېنه!

چې زړه يې له دېو ډېرو اندېښنو څه خو فراغ شي