غزل هر خاطر چې ناقرار شي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هر خاطر چې ناقرار شي قراري يې په ديدار شي 02 چې خپل زړه و چاته ورکا هغه څه په خوارۍ خوار شي 03 هسې سيند لرم د سترگو چې جمنا ورته رود بار شي 04 يو څه راز لرم په زړه کې هيڅوک نشته چې راز دار شي 05 هسې ژاړم له بېلتونه چې غليم راسره يار شي 06 زه هم عار لرم له خلقه که دخلقو له ما عار شي 07 واوېلا علاج يې څه کړم پرهارونه په پرهار شي 08 هومره ډېر پيران ، شېخان دي نشته يو چې مددگار شي 09 د سړو سړو آهونو کمی نشته که څه کار شي 10 په ديدن د ښو يارانو ډېر غمونه تار په تار شي 11 په بېلتون د خنده رويو د خوشال ژړا آزار شي Dictionary meaning × Headword