غزل
هر ساعت چې په چا ځي هسې بېکار
Khushal Khan Khattakهر ساعت چې په چا ځي هسې بېکار
تر هغه نه زه لا ښه گڼم بېگار
رنځوران که کاروبار نه کا معذور دي
روغ سړي به ولې نه کا خپل روزگار
که هيڅ کاروبار دې نه وي درته وايم
هسې مه کښېنه بې کاره، نا په کار
په هرڅه چې غم غلط شي، واړه ذوق دی
که په نرد، که په شطرنج وي که په ښکار
سړی هر ساعت هر وخت په بل بل حال شي
همېشه په يوه حال دی کردگار
ستا به نوم په جهان پاتې شي خوشاله!
يوه لويه مشغولا ده ستا د کار