نظم
وجوب د کسب
Khushal Khan Khattakهم واجب دی هم مباح دی
کسب کله نا صلاح دی
چې حلال کسب څوک کاندې
صد رحمت په هغو باندې
چې له خپله کسبه نه خوري
که ولي دی کله ښه خوري
د ضرور په وخت واجب دی
کسب بويه چې دستور دی
چې عيال يې بې نوا شي
په وبال به مبتلا شي
څه په کسب چې حاصل کا
خپل عيال واړه خوشدل کا
دا تالاش يې کا خبر دی
له جهاده برابر دی
په حلال کسب چې گرځي
ښکته پورته سره غورځي
چې هر پل په ځمکه ږدينه
دی به بې مزده نه وينه
هره شپه چې څملي ستړی
په سبا پاڅي خوب وړی
چې له خوابه را بيدار شي
د بخښليو سره شمار شي
چې حلال کسب نه کاندې
پرېشاني بويه پرې باندې
چې له کسبه بې حاصل وي
دا درې چارې به يې تل وي
له هر چا به طمع خواست کا
کس نا کس سره به ناست کا
مسرت به ځنې ولاړ شي
برکت به ځنې ولاړ شي
خوشامد به د هر چا کا
يا به خوار شي يا به غلا کا
دهغه کسب مباح دی
که صباح دی که رواح دی
چې يې قوت د وروځې وينه
عبادت دې د خدای کړينه
جن و انس چې په دنيا دي
عبادت لره پيدا دي