غزل وښه مخ وته نظر دی هر چا کړی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 وښه مخ وته نظر دی هر چا کړی نه دا دود دی په جهان کې ما راوړی 02 زه به هيڅکله له عشقه نه وانه وړم که هر څو راته ويل کاندي وگړی 03 ما ويل چې زړه به نه ورکوم چاته ولې څه کړم چې بد زړه لرم ودوړی 04 د عاشق د رښتينيې نښه دا ده چې په عشق کې سر حساب کاندي خسړی 05 په يو گوټ به يې د عشق دميو هېر کړې که دې واړه دجهان لذت وي نغړی 06 چې په ښاخ باندې يې اوړی، ژمی گل وي خدای زما په باغ کې نهال کړ هسې زړی 07 چې به بيا په څه علاج په لاس کښېوځي د خوشال خاطر يې نه دی هسې وړی Dictionary meaning × Headword