غزل
وايم خلق نه درۍ
Khushal Khan Khattakوايم خلق نه درۍ
زړه مې يووړ يوې مزرۍ
دا خبره چې زه وايم
تر ويښته ده لا نرۍ
چېرې نه وي لېونی شم
چې په خوب وينم پرۍ
زه له ياره سره څه يم
د يوه مزي مرۍ
چې يې خوند دمېوې خوږ وي
هم هغه بوټي کرئ
ته هم خر ورسره مه شه
که څوک خر شي په خرئ
په کهترو دې نظر کا
څوک چې غواړي مهترۍ
بله نه گوري بل مخ ته
تل د سترگو کړم ژغرۍ
د وروستي پسرلي نرگس دی
د خوشال قدر لرئ