غزل يار مې بيا د کتو تور کا الغياث Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 يار مې بيا د کتو تور کا الغياث واړه جور، ظلم، زور کا الغياث 02 په ما خوار باندې يې نر ناحقه لېږدي سل بلا د څنگه نور کا الغياث 03 زاهد هم هسې له عشقه خالي نه دی په عاشق به څه پېغور کا الغياث 04 چې د زړه ويل يې يو، د ژبې بل وي زمانه به يې مخ تور کا الغياث 05 چې د وصل په دولت وي سره جمع جدايي به هغه خور کا الغياث 06 د خزان دوک يې ليدلی دی په سترگو چې بلبلې هومره شور کا الغياث 07 هومره اور چې د خوشال په خاطر بل دی څوک به مړ دا هومره اور کا الغياث Dictionary meaning × Headword