غزل يو څه بحر دی عميق Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 يو څه بحر دی عميق د سيماب غوندې حريق 02 په شنا ترې واته نه شي څو چې بخت نه شي رفيق 03 په ساحل ولاړو څه زده چې څه حال لري غريق 04 حال د ما يوه معما ده چا مې حال نه کړ تحقيق 05 که هندو، که مسلمان دی پت پالي، د خپل فريق 06 چې مې يار د طريقت و په کار نه شو هيڅ طريق 07 يو له بله بهره مومي په اخلاص او په توفيق 08 چې يې زه لرم په زړه کې عجب فکر دی دقيق 09 سل بلا د جهان کل وای جدايي نه وای تفريق 10 په نامه به شقيق نه شي که څوک نوم کښېږدي شقيق 11 په دا شهر کې اکبر دی دخوشال يار شفيق Dictionary meaning × Headword