غزل
وړاندې وروستو دوه عدمه
Khushal Khan Khattakوړاندې وروستو دوه عدمه
په دا منځ کې يوه دوه دمه
خو هم دايې چې ليده شي
که څه نور څه يې ادمه!
چې دا دوه دمه دې نه وي
په حساب تر جيفه کمه
ستا غفلت وته حيران يم
په خپل ځان باندې ستمه
د حرص په وزر گرځې
هم په غرونو، هم په سمه
که بادشاه د درست جهان شې
چار دې تېره شي ترجمه
بادشاهي به دې خلاص نه کا
چې اجل درشي له همه
څو روزگار هومره يې فکر
څو دنيا، هومره يې غمه
په زړه يو درم يو داغ دی
دوه داغونه دوه درمه
څو عالم سره گډېږې!
غم به مومې له عالمه
چې و هر څه ته يې شا کړه
په هغو ده مسلمه
چې نه ښه اروې نه وينې
زړه دې خلاص دی له المه
ته هم ډېر ښه يې خوشاله!
ولې ځار دې تر قلمه