غزل

زه چې هسې په تعجيل او په شتاب ځم

Khushal Khan Khattak

زه چې هسې په تعجيــــل او په شتــــاب ځم

خرابات لره په هيله د شـراب ځم

د ساقي د لاسه مى چې تتاول كړم

بيا په بيارته به بېخوده مست خراب ځم

د ساقي د مــخ جذبـه مې مخ ته بـولي

چې دا هسې ميكدې ته په ترتــاب ځم

درد د درد مـې يـــې له خمـه دى نوشــــلى

اوس په هيـله په اميـد د مى نــاب ځم

چې مې نه شي بله يو سر بل سر ستـرگې

له جهـانه مخ پوښلى په نقــــاب ځم

له دوو سترگو مې روان د اوښكو سيند شو

د دې سيند دپاسه زه لكه حباب ځم

خوب وخور مې له خاطره فرامـوش دى

دجمال په خيال يي درسته شپه په خواب ځم

د محبـوبې د جمـال شغلـــې اتـش دي

زه خوشحــال يې له ليدلو زړه كباب ځـم