نظم ذکر د هغو د عذاب چې زکات نه ورکوي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هر سړی چې لا زکات دی که صلات که لا صلات دی 02 دا وعيد دی په قرآن کې هغه خوار دی په ايمان کې 03 چې زکات نه ور کوينه په دوزخ کې به سېځينه 04 که روپيې که مهران وي په دوزخ کې به تابان وي 05 د دوی مخ به پرې داغينه په درست ځان به يې کېږدينه 06 په قيامت به يې کټ کوټ کا لاس و پښې به يې سوټ بوټ کا 07 که يې غوا وي که يې غيله پرې به ياس خېژي څو ځله 08 درست به دی په پښو پايمال کا په وهل به يې بد حال کا 09 وار په وار به باندې خېژي پرې به رغړي پرې به مېږي 10 چارپايان به زبان پيدا کا دوی به واړه ويل دا کا 11 چې قرآن در ته گويا و په زکات کې غفلت ستا و 12 اوس پېچه دا عذابونه ور کوه دا حسابونه Dictionary meaning × Headword