نظم
ذکر عبادت و معرفت چې سره لازم و ملزوم دي
Khushal Khan Khattakعبادت بې معرفته
واړه هيڅ دی پر غفلته
اول پوه به معرفت شه
بيا خبر په عبادت شه
ځان ساته له معصيته
موافق شه له طاعته
که خبر په معرفت شي
لټ په امر په طاعت شي
په ايمان کې دې خلل وي
شناخت طاعت نه کا کافر دي
حقيقي مؤمن هاله يې
گڼه زده کړه مؤمن نه يې
که دې شناخت هم د طاعت شته
هم دې ترس د معصيت شته
کبيره د ايمان زيان دی
هر طاعت لره نقصان دی
زده کړه ښه له ما بې درنگه
گناهونه دي دوه رنگه
هر چې کم دي صغيره دي
هر چې لوی دي کبيره دي
که سړی کبيره نه کا
صغيره به يې خدای ښه کا