غزل
ځار تر هغه مخ شم چې به ما په ځان مين کا
Khushal Khan Khattakځار تر هغه مخ شم چې به ما په ځان مين کا
سحر دی که دم دی که څه نورې فتنې فن کا
زړه بويه چې خوی يې د بورا يا د بلبل وي
درومي، گرځي غواړي خو په گل باندې وطن کا
وسېځي په اور کې پتنگ، هر چې پتنگ نه وي
وتښتي له اوره ځان په خپله دروغجن کا
ډېر په باغ کې گډ شي څوک خالي ووځي له باغه
څوک يې مېوه وخوري په گلونو ډک دامن کا
ما چې يې مزه د خوږو شونډو ده موندلې
ناست وم که ولاړ وم زړه مې هر کله من من کا
خيال يې د زلفينو لکه غسل د خپلې خونې
هر کالی ليدلی فراغت يې دزديدن کا
سترگو ته يې وگوره څه څڼې تورې زلفې
څر په سنبل زار کې دوه هوسيه د ختن کا
هر چېرته چې گرځي لکه سرو سمه درومې
هر چېرته چې کښېنې هغه ځای لکه گلشن کا
تن يې آزاريږي په کميس د سري صافو
گل د چنبې بويه چې خوشال يې اغوستن کا