غزل
زړه به ستا له جوره، ظلمه په څو ځان وړي
Khushal Khan Khattakزړه به ستا له جوره، ظلمه په څو ځان وړي
غم و درد به دې تر کومه په دا شان وړي
ما دا هسې رنگ هندو ليدلی نه و
چې په حسن دين و زړه دمسلمان وړي
هغه لاس چې دې کوتاه دی تر لمنې
هر زمان يې په ډېر غم کې تر گرېوان وړي
د هغه عمر څه حال، حلاوت نشته
چې يې بې له تا په غم کې په پايان وړي
چې هوس د هغو شونډو، غاښو کاندي
د ارمان گوتې هر دم په خپل دندان وړي
ستا د زلفو وچوگان وته حيران يم
چې د زنې گوی دې څرنگ په ميدان وړي
په کې بند زړونه وکاږي که يې گورې
چې د سر زلفينې تل تر زنځدان وړي
چې دې زړه په ما هغه حکم فرمان کړه
د ما زړه به د تا هر حکم فرمان وړي
د خاطر خوښي مې هر کله په دا ده
چې دا ستا غمونه هر کله پرېوان وړي
د نور چا په ما څه کار دی، زه پرې خوښ يم
که مې دين و زړه همه واړه بتان وړي
د وفا خصلت چې خدای نه دی ورکړی
څوک به څه لره په کښليو دا گومان وړي
د زړه مينه يې په کښليو ماته نه کړه
خوار خوشال به له دنيا نه دا ارمان وړي