غزل زړه مې بې له عشقه په بل کار نه وي محظوظ Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زړه مې بې له عشقه په بل کار نه وي محظوظ بې له کښليه مخه په گلزار نه وي محظوظ 02 کله مېړنی دی چې يې وخوري په ميدان کې دی د تېرې تورې په پرهار نه وي محظوظ 03 هر چې عاقلان دي په فتوا د عقل کار کا هر چې عاشقان دي په دا کار نه وي محظوظ 04 هر چې بل يې وولي بيا دی پرې غشی لک کا هيڅکله ښکاري په هغه ښکار نه وي محظوظ 05 خاورې يې په سر شه حبطه يې عمر تېر شو هر چې نن د کښليو په ديدار نه وي محظوظ 06 عيد شو هم بهار شو و صحرا وته خلک ووت زار دی د هغه چې په خپل يار نه وي محظوظ 07 دود د عاشقانو دی که وگورې په عشق کې پند که ورته وايې په خپل پلار نه وي محظوظ 08 هر کله چې راشي ورته وخاندي له ورايه خوار خوشال به ولې په باربار نه وي محظوظ Dictionary meaning × Headword