غزل

هغه چې و زموږ اغا  او زموږ خان غوندې

ګل پاچا الفت

اوس معلومیږي څه قدرته پریشان غوندې

پاڼه اوښتې ده په بل مخ او ضاع بل رنګه ده

نوردې څوک نه ګرځي فرعون او دهامان غوندې

چې یې حضورته په اسانه هیڅوک نه رسیده

لیده کاته یې اوس هرچاته شوه اسان غوندې

وایي خواران اوغریبان اوس بادارانو لره

زموږ په سردپاسه مه ګرزئ اسمان غوندې

راښکته شئ کبر وهوا او له غرور ځنې اوس

دانور عالم هر ګوره وګڼئ خپل ځان غوندې

باداري پریږدئ خادمان شئ دوطن او دقام

په خوار غریب شئ پس له دې لږ مهربان غوندې

هلته چې یو انسان  دبل لکه غلام اوسیږي

په هغه ځای دخدای لعنت اوري باران غوندې

باداري نشته په اسلام کې نه په کفر کې اوس

تاسې یې نوره ټینګه مه ساتئ ایمان غوندې

چې دفردوس په شانتې وي  او باداران وي پکې

هغه وطن خدایږو ګڼمه دزندان غوندې

ټول انسانان دي برابر  اصیل کم اصل نشته

په دې خبره ولې ته شولې حیران غوندې

راځئ چې یو شان دملګرو په شان کښینو سره

غرور او کبر پریښودل که نه وي ګران غوندې

دمګر تیا ژوند کې خوندونه او خیرونه دي ډیر

تاسې یو څو ورځې خو وکړئ امتحان غوندې

نورو سره ځان برابر ګڼل مشکل مه ګڼه

مشکل کارونه به خدای تا ته کړي آسان غوندې

راشه دعدل مساوات لګ کوټی خوند وګوره

که پښیمان شوې دربه کړمه څه تا وان غوندې