نظم

عجبه فلسفه

غني خان

زړۀ مې واچوۀ په تال کښې

د جمات کوڅې له لاړم

د ملا په ښپو مې کښېښود

ما وې دا مې صدقه ده

دا چې څومره زۀ پوهېږم

په "طه" اؤ په "يس"

دا چې څومره ښکته تلې شی

په سجده زما جبين

دا چې څومره اخلی نور

دا زما خاکی وجود

دا چې څومره زما ژبه

شی څکلې انگبين

ملا مخ زما نه واړؤ

وې دا څه دی ستا تالی کښې

نۀ پلاؤ دے نۀ فرنی ده

نۀ حلوا نۀ فالوده ده

وې ئې شرع ظاهر گوری

اؤ ظاهره تۀ فاسق ئې

دا د رب سره د مينې

تا راغشتې څه قيصه ده

ويره ويره د قهار نه

د ايمان اصلی حصه ده

د جنون او د جانان ستا

څه مهمله فلسفه ده

زړۀ دې کښېږده په سينه کښې

دلته رنگ او لباس راوړه

ستا شراب دلته حرام دی

شربت راوړه گلاس راوړه

ما خپل تال ډک د خوبونو

د قاضی دربار له يوړۀ

ړوکے لال مې راوچت کۀ

تارخانې او مار له يوړه

ماوې اے د ښو او بدو

اے د تورو سپينو خانه!

دا ډالۍ زما قبوله

په نامه کړه د جانانه

قاضی کښېناسته په تخت خپل

په سپين سر ئې دستار کښېښود

په يو لاس ئې توپه کښېښوه

په بل لاس ئې حصار کښېښود

تله ئې پورته د منطق کړه

يو خوا دے يو خوا مې تال وۀ

يوخوا شور وۀ کمزورۍ وې

بل خوا ژمے وۀ، کمال وۀ

يو خوا عقل وۀ، دليل وۀ

روک بې خوده غوندې خيال وۀ

ما وې اے د انصاف ربه!

دا د روکو منزل گوره

ما وې اے د تول اميره!

دا بې توله تلل گوره

قاضی سترگې کړلې پټې

شونډې بندې، مخ پرېشانه

وې افسوس زما نه ورک دے

دا چې ته غواړې زما نه

زۀ خو زور يم د انسان

زۀ سرور د ادم نۀ يم

ما دی سپين او تور راغشتی

د متۍ د گلستانه

زۀ نور وينم اؤ سپين وينم

بس زما دغه قيصه ده

دغه تول زما اُميد دے

دا تلل مې فلسفه ده