نظم
عجبه فلسفه (2)
غني خانفلسفی د ملک ولاړ وۀ
وۀ چاپېره تې عالم
دخود سپين مشال په لاس
جدا کول ئې زيات او کم
فکر تېز، نظر باريک
دليلونه ئې کلک مېخونه
د منطق په پاټکو پاټکو
وۀ روان په بره سم
ما وې اے د هوش اؤ عقل
د رڼا بله مشاله
يو بې خوده لېونے دے
هر يو ساز ے د ماتم
ستا د پوهې د درياب نه
يوه قطره د رڼا غواړی
څۀ سوب د خندا غواړی
څۀ مطلب غواړی د غم
فلسفی کړې سترگې پورته
خوله مسکۍ سترگې روښانه
خړې خړې د غم لړې
پکښې راغلې ناگهانه
وې اے زما غمگينه زويه!
خېشت وجود لری نۀ سيورے
ددۀ نور به هله گورې
چې په پټو سترگو گورې
علم سپين روښان مشال دے
خو پرې نۀ شی ليدې ستوری
د نور سترگې دې په زړه کۀ
د نورونو دُنيا گوری
سمندر دخېشت څوک گېر کړی
دمنطق په کوزڼۍ کښې
د غم باد دے چا نيولے
تول د تلې او دړۍ کښې
وې د خود په مېخانه کښې
تا دڅښلو شراب نشته
چې دمينې ساز پرې ووری
دلته هغه رباب نشته
ستا نظر جُدا نظر دے
ستا جهان جُدا جهان
تا کښې وينه د مجنون ده
ستا نصيب کښې بيابان
ستا مستی وهی تالونه
په خندا دبوډۍ تال کښې
د هلال په نری خط کښې
وائی شونډې دجانان
لېونيه، لېونيه!
دا ټول عقل زما واخله
خو بدل کښې راله راکړه
يوه قطره د خپل ارمان
ستا د اوښکو نه قربان شم
ستا دردونو ته پسخېږم
چې په دواړو کښې خُمار دے
د خوبونو د جانان
تا چې مخ د دُنيا واړؤ
دُنيا چغې کړې پاگل دے
خو تا تاوان کښې گټه وکړه
مونږ په گټه کښې تاوان
چې جمدون د خېش تالا شی
غم تش غم شی د دلبر
څومره مست ئې هرقدم شی
هر نظر څومره روښان
راوړه ، راوړه زړۀ دې راوړه
چې ئې زۀ په زړگی ښُکل کړم
هر ارمان ئې خُماری دے
مسته ئې هره وسوسه ده
راکه راکه چې ژوندے شم
وے د مرگه ويره مرگ دے
ژوند ارمان دے او جانان دے
کۀ اميد کۀ تلوسه ده
وايه وايه څومره مسته
د دلبر د شان قيصه ده
د جنون او د جانان دا
څه عجبه فلسفه ده