نظم
عجبه فلسفه (3)
غني خانما خپل زړۀ لاس کښې راغونډ کۀ
تورې شپې اؤ غم له يوړۀ
د ماښام تيارۀ کښې ورک کۀ
د سبا شبنم له يوړۀ
اوس يو زۀ يم يو ارمان دے
د جانان د شان قيصه ده
ړوکے گل او لوئې خزان دے
يو اميد، يو تلوسه ده
ما مرگی ته شروع کړې
د ژوندون دخېشت قيصه ده
د جنون او د جانان دا
څه عجبه فلسفه ده