نظم

امير محمد خان لالا ته

غني خان

تا ړندو ته مشال بل کړے دے

خان لاله عجيبه انسان ئې تۀ

بې پايانه تلاش ئې ارمان ئې تۀ

عجيبه د غمونو جهان ئې تۀ

بې اختياره اميد او ايمان ئې تۀ

بې قراره طلب د جانان ئې تۀ

جوارگر داسې مست اؤ سرشار ئې تۀ

دا ولې د سازونو، رنگونو، نور

ولې ږدې دجنون او فراق په کور

خوشحالی او خانی او خندا غرور

ولې تاته خواږۀ دی ددار په سر

يو رنگين او سنگين شان داستان ئې تۀ

بې پايانه تلاش ئې ارمان ئې تۀ

د ادم د غرور يو جهان ئې تۀ

د حوا د سرور يو نشان ئې تۀ

د پاکۍ تلاش د رشتيا تلاش

د تيرو ارمان د رڼا تلاش

او د نن نه تښتې تيرو له ځې

د پرون تلاش د سبا تلاش

د حرا رنگينی او مستی د طور

خو دا هر څه هر څه چې واړوے

او نظر دې ستومانه د رنگ نه شی

چې دا واړه خوبونه راواړوے

او دا هوش دې مايوسه دجنگ نه شی

چې دا سترگې دې ستړې د شمعې شی

او ځيگر مرور د پتنگ نه شی

نو به بيا هم يو تۀ ئې او يو ستا تلاش

د هما په ملک د عنقا تلاش

د فرعون کره د نمرود په تخت

د منصور طلب د عيسی تلاش

په نرگسو روښان بيابان ئې تۀ

د غمونو خوبونو جهان ئې تۀ

يو فقير خو مالک د قارون د مال

يو خشته او مشغول شان ارمان ئې تۀ