نظم
عقل مې حېرانه
غني خانزړۀ مې بېقراره، بې ارامه مې دے خيال
عقل مې حېرانه اؤ فکرونه مې جنجال
پوهه مې ده نښتې، لکه لومه کښې سرخکه
روح مې دے تيارو کښې، لکه لړه کښې هلال
ربه! زما ربه! د جانان دا خط و خال
دا زرينې زلفې، کچه خوله اؤ روځې هلال
دا سترگې نيازبينې، دا پستې سترگې رنگينې
پاس د نرگس نه د لولکې نه ورښمينې
سرې سترگې مستانې د مزې سترگې حېرانې
ډکې د جنت اؤ ددنيا سترگې جانانې
کله د ماښام لړې، کله د رڼا ډکې
کله د پرون د رنگه، کله د سبا ډکې
کله د پرون د رنگه، کله د سبا ډکې
وينم پکښې زۀ واړه دُنيا د جام جم په شان
اوښکې ئې دی پاکې، پاکوونکی د زمزم په شان
ډوب پکښې پراتۀ د ساز اؤ حسن جهانونه دی
دوی کښې د مستی اؤ بېخودئ د خزانو قيصې
دوی کښې د مرگونو د ژوندونو، د ځوانو قيصې
دا به تور چينجی شی اؤ چينجی به توره خاؤره شی
ډوبه به ډنډوکی کښې د غرونو د سر واؤره شی
څنگه به چينجی دماښام سوز، ساز د سبا وخُوری
څنگه به چينجی د سپرلی شپه، د نمر رڼا خُوری
څۀ شوه د اياز د زړۀ مستی، د محمود سوے څۀ شو؟
څۀ شوه زلېخا،د هغې ښکلے گوډاگے څۀ شو؟
زړۀ مې بې قراره، بې ارامه مې دی خيال
عقل مې حېرانه اؤ فکرونه مې جنجال