غزل

هرکله راشې تازه بهاره          تا دي راوړي ګلان بې شماره

ګل پاچا الفت

نری شمال دې دم دعیسی دی         سحر چې راشي له جګ کهساره

آب حیات ؤ ، ستا بارانونه            ترو تازه شول ټول چمنونه

هیواد زموږ دې شین ګلستان کړ         هر طرف ښکاري دګلو غرونه

دبلبل ځاله  پاڼه دګل شوه                شاعري برخه نن دبلبل شوه

غنچه دګلو په حقیقت کې                مطلع دشعر  روح دغزل شوه

تل دې بهار وي زموږ وطن کې          لکه چې روح وي ښایسته بدن کې

څانګې دګلو دې تل تازه وي             خزان دې نه وي رموږ چمن کې