نظم
ارمان
غني خانچرته د ورک تېر شوی غم سيوری
ستا په ککو کښې په ماتم گوری
لکه يتيم د بل کوڅه کښې ولاړ
بې زړۀ اميد او تلوسه کښې ولاړ
يا شرمناکه، خواره، ښکلې جينۍ
مينه او رحم او کرم گوری
اوه، د هوسۍ سترگو له چل نۀ ورځی
چې يا په ناز يا په ستم گوری
توره تيارۀ کښې وړه سپينه شمع
د رڼا ډکه خو غمگينه شمع
چاپېره سترگې د صنم گوری
په خپلو سترگو ځان له غم گوری
په خپلو سترگو ځان له غم گوری
يا په يو مست او رنگين ساز کښې د ژوند
نرۍ شان لړه د غمونو راشی
يا د سپرلی په لېونتوب کښې غلې
منے کوڅې له د گلونو راشی
يا دخندا اواز کښې غلې غلې
ارمان خپل ساز له زير او بم گوری
چرته د ورک تېر شوی غم سيوری
ستا په ککو کښې په ماتم گوری ـ
ما د گلو باغ کرلے وۀ خزان کښې
د جنت خوب مې ليدلے وۀ جهان کښې
ما د زمکې په مخ هغه لال کتلو
چې موندے شی په برجونو د اسمان کښې
اؤ زما په ځوانۍ مست په عشق په خود زړۀ
فرق ونۀ کړو په تصوير اؤ په جانان کښې
زۀ په خپل ارمان مئين ؤم په تا نۀ ؤم
ځکه ورځې تېرومۀ په ارمان کښې
ته چې راغلې ستا د زلفو ارمان لاړه
هائ مستی د مجنون پائی بيابان کښې
ما له سود د وصال زيان شو پکې ورک شو
هغه يار چې مې موندلے ؤ په زيان کښې
زۀ په غم مست په فراق باندې مدهوشه
مرم د تندې د گلونو په باران کښې
پتنگ ړوند شو د نمر سپينې رڼا ړوند کړو
لولکۍ گل پسې ژاړی گلستان کښې
د ځوانۍ مستی مې شوله ځوانی مرگه
د جنت خوب مې ليدلے وۀ جهان کښې