نظم
اشنا غلام عباسه
غني خاندا ټول دې مبارک شه
سلامونه پې د پاسه
په خپله پې وردانگې او خادم نيسې د لاسه
يو گوټ خو خېراتی که ددې دومره غټ گلاسه
د غم ناسور مې راوخته دزړۀ د سر د پاسه
ډونگې هم، رکېبۍ او هم غورۍ دې کړله خلاصه
د حرص دې اواز ته وايه چپ شه اې خناسه
من الجنت والناسه
دا مستې مستې حورې چې دگلو نه شی ډېرې
چاپيره سرۀگلونه وی او تۀ ئې منځ کښې گېر ئې
د ساره تر ماښامه به دې خپلې ښځې شمېرې
غلمان چې ورسره شو نو لانجه شوه بې وسواسه
دا ټول دې مبارک شه
سلامونه پې د پاسه
اشنا غُلام عباسه!
چې وېش د قتلمو شی مُلا جان تې مۀ وباسه
دا حورې کوناټورې او غلمان ئې ور د پاسه
او هر څه چې دې لگی نو يو يو نيسه د لاسه
خو زۀ به ورته کښېنمه او تۀ لږ شانې پاسه
اشنا غُلام عباسه!
دا عقل دې راگېر که، کړه ايمان ئې وردپاسه
چې عقل دې گويا شی بچ ترې گرځه د لباسه
دا حورې چمکدارې، لچکدارې، مزېدارې
تالا والا وربل د گلو هار ئې گارې وارې
پرتوگ قميص به نه وی د جنت دی جُدا لارې
او تۀ نوې ځوانۍ کښې او ورگډ ئې په بهار ئې
او حورې داسې حورې د سپوږمۍ د رڼا دارې
چې وېش د قتلمو شی مُلا جان ترې مۀ وباسه
او اشنا غُلام عباسه
خو اوس لږ شانې پاسه