نظم

اووۀ گلونه (3)

غني خان

ورپسې زما چکۍ ده

چې لږ سم يمه ډېر روان

په ميراث کښې مې زبرگی ده

خو په فکر کښې شېطان

يم پېدا د اشنغره

خو په فکر اتمان خېل

يو کږه ورانه ويجاړه

غوندې زاڼه د دې سېل

قسمت جوړ بدرنگه زوې کۀ

د هماؤ ښکلی پلار له

نصيب شپول د ازغو ورکۀ

د پستو گلو گلزار له

خو د بخته تېښته نشته

زۀ پرې ټينگ يم د هر چا نه

ماته دې غم او تکليف کښې

دی د ژوند تېرول گرانه

ولې څه وکړم ورکېږم

کۀ جُدا ځمه د سېل

د اووۀ گلو جوړ کړے

ازادۍ له چا