نظم

اے د لېونيانو نيکۀ

غني خان

اے د يېونيانو نيکۀ مونځ ښۀ کۀ مستی ښۀ ده؟

حسن جوړېدل ښۀ دی، کۀ حسن پرستی ده؟

وې ښۀ ده مستی ښۀ ده، خو زړۀ پاک لکه آئينه غواړی

دا درياب هضمول د سمندر هومره سينه غواړی

حسن جوړېدل د بنده عشق دکمال دے

تور دغم درياب کښې سور خُمار د وصال دے

اؤ اے زما بچيه! د جانان ئې مينه لا ښۀ ده

نوم ئې ښکُلے لا ښۀ دے، جلوه ئې رنگينه لا ښۀ ده

اے د لېونيانو نيکۀ مار ښۀ دے کۀ مُلا ښۀ دے؟

تن مې ډک له زهرو کۀ زړۀ ډک مې د بلا ښۀ دے؟

اے زما بچيه، وې ډيران لره انگار ښه دے

مږې له پيشو ښۀ ده، چيندخې له ښامار ښۀ دے

تاله لېونتوب ښۀ دے، مستی ښۀ ده، صحرا ښۀ ده

چاله طاعون ښۀ دے، چاله سيورے دمولا ښۀ دے

دا د دنيا رنگ دے، دا دُنيا رنگينه لا ښۀ ده

زيړه ښه ده، توره ښۀ ده، تکه سپينه لا ښۀ ده

اے د لېونيانو نيکۀ حُسن کۀ وفا ښۀ ده؟

برخه د مجنون ښۀ دۀ؟ کۀ برخه د ليلی ښۀ ده؟

وې اے زما بچيه! د دلبر د خولې هوا ښه ده

يخه نرمه لا ښۀ ده اؤ تيزه گرمه لا ښۀ ده

تاؤ د مخ ديار لوپټه سره رنگينه لا ښۀ ده

زيړه ښه ده، توره ښۀ ده، تکه سپينه لا ښۀ ده

نو اے زما بچيه! حسن ښۀ دے هم وفا ښۀ ده

برخه د مجنون ښۀ دۀ؟ کۀ برخه د ليلی ښۀ ده؟

ښه ده فقيری نيکۀ که ښۀ ډيره دُنيا ښه ده

گل د صنوبر ښۀ دے کۀ قلا د محبوبا ښۀ دے

وے اے زما بچيه! سور عُقاب له د غرۀ سر ښۀ دے

گل دے صنوبر له ښۀ اؤ گل له صنوبر ښۀ ده

جام له قلارے او سمندر له طوفان خوند کوی

سترگوله مستی خوند کړی اؤ زړۀ له ارمان خوند کوی

تخت د سلېمان ښۀ دے، جونگړه د عيسی ښۀ ده

مشره لېونيه وزيری کۀ جېلخانه ښه دۀ

ښۀ مې خپل روکے دے، کۀ قرض توپخانه ښۀ ده

اے زما بچيه! يار ژړلو له صحرا ښۀ ده

تخت د رقيب ښۀ نۀ دے، ټکورے د ليلی ښۀ دے

دوست د يزيد ښۀ نۀ دے، شهيد د کربلا ښۀ دے

واک چې ئې د بل وی د دې نر نه زنانه ښۀ ده

اؤ اے زما بچيه وزيرئ نه جېلخانه ښۀ ده