نظم
اے نائېکه!
غني خاناے مالياره د دې چمن!
اے نائېکه د دې جهان!
اے د نرگس او نسيم ربه!
اے سرداره د دې مکان!
دا خليفه او مجنون ستا
ستا د شرابو او حورو خان
دا ستا د گوتو جوړ گلاب
ستا د چشمانو مخمورو شان
تا خو جوړ کړے وۀ مينې له
گل دې کاتۀ بيابان له
تۀ خو د مينې لېواله وے
تا خو عاشق کاتۀ ځان له
تا خو بخښلو او رحم له
سترگې ښېسته د ليدو کتې
تا خو خُمار او خوږوالی له
شونډې دپېژندو کتې
تا خو خپل شان او کمال له
ورکړه موقع د کمال او شان
ځکه دې سترگو د يار لره
ورکړه رڼا د هلال په شان
تا خو سپرلے، دلربا کړۀ جوړ
ستوری، سپوږمۍ او سبا کړۀ جوړ
تا خو ځوانی او مستی ورکړه
تا خو شيرين او لېلی کړه جوړ
خو زه ړوند او کوڼ شمکور يمه
گل او بهار او جانان نۀ وينم
تا کړو جهان د خندا نه ډک
ماکړو د شور او غوغا نه ډک
تا کړو سرور او مستۍ له جوړ
ماکړو د غم او ژړا نه ډک
ما کړو د وروڼو په وينو رنگ
ما کړو دخوار د ازاره ډک
ما کړو د ظلم او زور وطن
ما کړو د مرگ د غراره ډک
تا کړو ځوانۍ او دلداره له جوړ
تا کړو خندا او خمار له جوړ
تا کړو سپوږمۍ او ستورو له
ما له سپرلی او يار له جوړ
خو ماکړو د وينو او چغو ډک
ما کړو د سوز او ارمانه ډک
تا کړو سرور او مستۍ له جوړ
ما کړو دغم او ژړا نه ډک
دا دُنياگۍ دې سمباله کړه
دا دُنياگۍ دې په تلو ده خان!
گوره! علم او زور ئې خوری
گوره! هنر او شعور ئې خوری
زوې د ادم، ادم خور شولو
وگورئ! ورور ته، ورور ئې خُوری