نظم
از بيل ته
غني خانزما هېر به نۀ شی ستا لبان ښېسته
نۀ د سرو زرو په شان زلفان ښېسته
نۀ خندا ستا غلې غلې زما خوا کښې
ستا شنو سترگو به کړو ټول جهان ښېسته
فرښته به وې د ورځې د شپې حوره
چې ديدن له به دې جوړ که ځان ښېسته
هغه لاس په لاس زمونږ د باغ سېلونه
هغه شين د ستورو ډک اسمان ښېسته
دا متل دے چې څۀ تېر شی هغه هېر شی
خو ما هېر نۀ کړے شو ستا لبان ښېسته
خدايه! بوځې دا خزان چې بهار راشی
بيا زمونږ د مينې شی جهان ښېسته