غزل
بد اختر به نېک اختر نه شي هرگز
رحمان بابابد اختر به نېک اختر نه شي هرگز
مرغه چيچ به دُر گوهر نه شي هرگز
که مکان يې په اسمان دی غزا وشوه
ستاره به شمس قمر نه شي هرگز
که يې اصل له يوې ځمکې وي څه شو
بيد به سرو صنوبر نه شي هر گز
که همه عمر باران ورباندې اوري
خس به گل د پيغمبر نه شي هرگز
له نا اهلو د وفا طمع ومه کړه
گنده نل به نيشکر نه شي هر گز
که تور غر له ځايه خوځي وبه خوځي
ولې نور به مقدر نه شي هر گز
د رحمان په باب چې وشو هغه وشو
مکرر به دا دفتر نه شي هرگز