نظم

بيا

غني خان

قسمت مې ړوند جولا دے، ناست کډۍ ته په ارام

د ښو بدو عجبه تنسته بوده روانه

د وخت ماکو چليږی زر سپڼسی به شی تمام

خبر نۀ يم دا څۀ له اؤ دا څۀ جوړ ئی زما نه

زۀ گرځمه چاپېره تپوسونه کوم مُدام

د گل نه، د ساقی نه، دکتاب نه، د مُلا نه

دا څۀ له دے جوړ شوے دومره اوږد انتظام

دا څۀ وی چې ژوند راوړی او مرگ يوسی د دُنيا نه

دا تلۀ هسې رفتار دے کۀ لری چرته مقام

تيارو نه دا راغلې لار تيارو ته ده روانه

اوۀ! هغه دے ولاړ دے په گلونو کښې خيام

وائی ژوند خاؤرې ايرې دے بې دمينې او جانانه

دې دردلړلی ژوند کښې بې خودۍ کښې دے ارام

د ظلم په دې اور کښې يوساقی دے مهربانه

دا مست بې خوده سر، نشه، ځوانی او دلارام

راواخله په شُکرونو ئې قبول کړه غنی خانه

خو هغه دے جومات کښې اوچت بانگ ووې امام

وائی دا دُنيا بلا ده تښته تښته د بلا نه

ساقی درته ډک کړے دے د سور انگاره جام

دا سرې شونډې ئې اور دے د دوزخ په لار روانه

دا ژوند د دُنيا څۀ دے، لوبې ټوقې مسخرې دی

جنت کښې شرابونه، سپين غلمان، حورې مستانه

سقراط وکړو اواز وې د دې ټولو دے سرسام

هيچرته رڼا نشته بې د عقل د جهانه

په پوهه او په فکر کښې دے حسن هم ارام

دا نور دے د رب نور، د ادم خاوره کښې روښانه

دا خرۀ دی نۀ پوهيږی وائی وهم ته الهام

منطق او فلسفه ده چې پرې گرانه شی اسانه

راځه روح له دې هم ما پوره کړے انتظام

کۀ بُت وی اوکۀ رب، څۀ برهومنه دځانه

شو چارچاپېره شور، هر خواه ولاړ وۀ يو امام

هر يو وې زۀ په سمه يم دا نور دی ټول په ورانه

يو يو ته ورنزدې شوم، ښه مې ولټول تمام

يو هم نه کړم ازاد د زنځيرونو د سودا نه

مستی مې کته داسې چې نۀ مےئ غواړی نۀ جام

هغوی د ويرې ډک، گونگا مرئيے جوړؤ زما نه

جانان مې کتو داسې چې مې هوش واخلی تمام

هر ساز مې د مستۍ نه، همه سوز مې د ژړا نه

دلبر مې کتۀ داسې چې وی تل روښان په بام

يوگل د رڼا جوړ خبر د مينې او ارمانه

يواځې ترې روان شوم په زړگی کښې مې ماښام

نصيب نه گيله من په هوش، ژوندون باندې ستومانه

رو، غلې مې په اولی باندې لاس کېښود خيام

وې دې کوڅو کښې زۀ تلے راغلے يم پخوا نه

د خاورو دے ادم اخر دا خاورې دے مقام

هيڅ داسې علم نشته چې ژوند خلاص کړی د خزانه

د وخت هره لمحه ده هم شروع او هم انجام

د ژوند رازونه مرگ کښې دی پټ شوی دانسانه

نۀ ئې سرشته، نۀ لکۍ، يوه دائره ده خوله د جام

رڼا د تيارې تاو ده او تيارۀ تاو د رڼا نه

په خود کښې درد دے، اور دے، بې خودۍ کښې دے ارام

دې درد لړلی ژوند کښې يو ساقی دے مهربانه

دا مست مستانه سر، نشه ځوانی او د لارام

ددې به زيات څۀ درکړی او زيات څۀ غواړې د چانه؟

چاپېره خېشت او رنگ تش د کتلو په انعام

په هره يو موټی خاورو کښې زرگونه گلستانه

يو څاڅکی کښې د ژوند، د عقل پوهه کل سمام

رگونو د نيکونو، د ابۍ او د بابا نه

د تال او ساز او شرنگ او غورځنگ بې مئيو خُمار

دا ښکلے لېونتوب د بې وجوده شان هوا نه

د داسې هنرمند هنر له نشته دے تمام

قسم دے جهانونه شته ښائسته ددې جهانه

د نيشت نه راروان شوې، شو دې دا رنگين مقام

چې هر چرته دې بيائی ځه، ورځه ورله خندانه

او پرېږده جولاگے خپلې کډۍ ته په ارام

جوړے دې چې کوم شے وی کۀ وی گرانه کۀ ارزانه

او چې دا ټوټه پوره شی، دا سپڼسی ئې شی تمام

نو ځه په خندا ياره د کډۍ نه د جولا نه

چې تش يو ياد او هوش شې لکه بوی باغ کښې ماښام

ازاد شې ددې تورو زنځيرونو د دُنيا نه

بيا بل جهان کښې نوے هوش او نوے مست خُمار

او بل قسمه سرود نورو پردوکښې د ستار