غزل

بيا مې زړه د تورو زلفو مسخر شۀ

رحمان بابا

بيا مې زړه د تورو زلفو مسخر شۀ

چپ و راس مې د حبشو تور لښکر شه

هر طرف مې د دعا غشي گوار کړه

ولې يو هم هسې نه وو چې کارگر شۀ

و هر لور ته چې غوږ باسمه غوغا ده

يا نعرې د بېلتانه دي يا محشر شه

واعظان خو وعظ کاندي بارې څه کا

چې د عشق په لېونيو يې گذر شۀ

چې پدر غوندې يې ما ته نصيحت کړ

په ديدن د ستا هغه زما پسر شه

ستا په در کې چې پراته دي نېک بختان دي

چې د ستا له دره ووت در په در شه

د عشق زخم به څوک څه گنډي رحمانه!

چې گنډون يې په پرهر باندې پرهر شۀ