نظم

بې پروا لکه لولکۍ وې

غني خان

بې پروا لکه لولۍ وې

په گلونو گرځيدلې

او چې ټول عمر ماشوم وې

په بلا نۀ اوړيدلې

د دُنيا د وږو سترگو

بې خبره گرځيدلې

چې په خُوله د جانان نۀ وې

د فراق وريتې غزلې

بې پروا لولکه وې

په گلونو گرځيدلې

بې خبره چې ادم وی

د رازونو د حوا نه

نا اشنا مجنون ويده وی

د غمونو د ليلی نه

اوه! چې حسن خبر نۀ وؤ

د خپل حسن د غورځنگه

دا زما زړۀ نا اشنا وې

د دې ښو بدو د جنگه