نظم
بېنوا ته خط
غني خانبېنوا په هشنغر
کښې ستا يو رور دلته اوسيږی
ستا قلم چې نولی اوښکی، د هغۀ سترگې ډکيږی
تا چې خپل درد په ژړا کړی، هغه دلته کښې ژړيږی
دلته ناست په هشنغر کښې ستا يو يار دے په رښتيا
په خانانو کښې يو خان خو، ستا په شان دے بېنوا
خلق وائی لېونے دے عجيبه کوی کارونه
سرۀ او سپين د ځانه اولی، چرته گوری زيړ گلونه
د شرابو جام په لاس کښې، اوږدۀ وائی حديثونه
کله غواړی په سجدو کښې د الله نه شرابونه
ټول بې توله شان تلل کړی، د مرگی اؤ د دنيا
وائی کۀ سترگې دمرگ نه وې ژوند به نۀ ليدلو چا
چې ښۀ روغ وی چرته جمع، دے به ناست پکښې حېران وی
خپل غمونو نه بې غمه او پردو ته پرېشان وی
په غرمه کښې به يواځې، چرته شړو کښې روان وی
د مُلا د ذات دشمن دے، ډېر خواږۀ ورته ډمان وی
مات ټوپک د منطق واخلی نښه اولی پرې رسا
عجيبه ورانې خبرې، مرچکی سره حلوا
ستا په شان د دۀ زړگے هم، د هر خوار سره خوږيږی
په وجود ئې څرمن نشته، په بڅری اور سوزيږی
زړۀ ئې ډک د ميئو جام دے، کۀ لږ رپی نو توئيږی
تۀ به وئی وينه ئې اور دے، په لږ تاؤ سره لمبه کيږی
ستا د هر ټنگ سره هنگ کئی، يو ستار دے بې بها
تۀ د نوی قندهار ئې، دے د زوړ دے باشنده
ستا د هر سُر سره رپی، يو شاتار ستا د رباب دے
نيم اوښيار نيم لونے دے، مړاوې شوې شان گلاب دے
ازغی ډېر شو ښائست کم شو، وائی داسې انقلاب دے
زۀ طوفان يم سمندر يم، په دې څه کۀ ژوند خُباب دې
زما خاؤره کښې ډېر نور شته، تشه نۀ لری دا ساه
زۀ غرور، ننگ او خُمار يم، سره رنگينه مې ژړا
تۀ چې کوم رنگ کښې غوپه شې، دے هم هغه رنگ کښې رنگ شی
تۀ چې مست په اتن ورشې، دے گنگرو شی په شرنگ شرنگ شی
تۀ چې غم فرياد شروع کړې، دے بې خود لکه نهنگ شی
تۀ چې توره کړې راپورته، دے يو سور نرتوب په جنگ شی
بل ددۀ په شان به کوم ځاې ځان له رور کړې راپېدا
يارانې له داسې يار، داسې بل د زړۀ اشنا
ستا په زړه کښې چې کوم نُور دے، ما کښې هم هغه ځليږی
ستا د زړۀ چينه د رحم، دلته رود دے چې بهيږی
تۀ چې وينې کوم خوبونه زما سترگو کښې غړيږی
تۀ چې زانگې په کوم ټال، په هغې غنی زنگيږی
بېنوا په هشنغر کښې ستا يو رور دلته اوسيږی
ببر سرے پټې سترگې، ځان ته خاندی اؤ ژړيږی
کله ټنگ کله ټکور شی، کله ساز کله ژړا
گډو وډو کښې لړلی، غېرتونه فلسفه
ډير څيزونه رب ورکړی، چې ښاديږی پې دُنيا
چې څه غواړی هغه نشته ستا په شان دے بېنوا