نظم

بورا

غني خان

توره بورا توره تۀ مهمند ئې کۀ خټک ئې

زړه کښې د گونگټ دا ارمانونه دلولکې

موردې گل اندامه ده بابا دې ترابان

رنگ دې د شاخېل او طبيعت د شاه جهان

بنگ دې د ډمبر دے فلسفه دې د خيام ده

توره گونگټه! تا کوم ځائې څکلې خوا دجام ده؟

تا د رنگ او حُسن ساز د چا په ستار واورېده

تا د چا دخولې داستان د مينې او يار واوريدۀ

اے توره ديچکيه! تا کښې مې د شېراز ولې؟

اے خفه ماښامه! تا کښې سوز او گداز ولې؟

خو ياره تا کښې مې يو صفت بدی شی

تاکوڅه ډب شانې مې عادت بدی شی

اے هرجائی عاشقه د يو گل يار نۀ ئې

د مينې نوم دې سپک که د يو دلدار نۀ ئې

هره لمحه لحظه کښې نوے خُمار لټوے

اؤ په مذهب د مينې تۀ بې وفا ئې

پرون د بل وے اؤ نن زما ئې

په رنگ او بوئ مئينه جانان دې هېر دے

ځوانی، مستی ښکلوے خزان دې هېر دئې

د فراق تور غمونه ژړا افسوس او ماتم

هېر دې دی وچ سيندونه زړه ځوانی نوې غم

د زيړو گلو شان کښې مرگ روکېدۀ دې دی هېر

د نن په شوق مسته سبا راتله دې دی هېر

داسې بې توله ته ئې څنگ بې پايان چې زۀ يم

تۀ د هغه ئې بورا د چا انسان چې زۀ يم

تاکښې رڼا او تيارۀ سپين شته او تور شته

چې ته ښکاره شې زۀ ويئم زما هم ورور شته ـ