غزل

چه مستې او ځوا نې وې  اوجا نان وې او ډ ک جام

غني خان

ډ یر کلونه، لږ یاران ، اوغمګین غوندی ماښام

عشق څه اور وې او څه نور وې زړه لمبی لکه تنور وې

په د ی ژوند به زه ورزار کړم جنتونه ستا تمام

خو دا ګټه په دی وکړی چه هیڅ رنګ له قرار نشته

هر ساعت ، هر رنګ دژوند، ستا دوخت بی کس غلام

ا و جنت کی ملا وائې وخت به وی زما غلام

دی چه ورک شې او زه شته شم، ټول به وران می شې تمام

چه زه ټول عمر زلمی یم ، زلمی توب به یو عذاب شې

ځکه اوس را باند ی ګران د ی ، چه ئې خیشت شې زرتمام

تل سپوږمي د څوار لسمی، تل جانان دشپاړ سمي

تل ځوانې ، سیند د شرابو ، د ا د وزخ که ا نعام

د ي د نیا پسی به ژاړم، دا تیاره هلا ل به غواړم

هره ورځ به یا د ومه ، نرئ لړه د ما ښا م

ټنګ د حورو وفا دارو، بی وفا جانا ن به غوا ړم

ستا ا د م په ذات ښکاری دی ، د ښکاری خوند کوی هر ګام

د مستی د سیند په غاړه ، ثوابې روژی به نیسم

ا سویلې به کوم یا د وم به د ساقې نیمګړی جام

هریو شی چه ابدې شې ، یو افت شې یو عذ ا ب شې

بس یو تا سره مزه که د ا ا ذ ل ، ا بد ، د وا م

بند ه نوی رنګ محل کې نوی نوی جانان غواړې

بی بان کې سره ګلونه ، توره شپه ، چرا غان غواړی

تل تیاره کښی دی ورکیږې، تل رڼا کښی هم ورکیږې

دی بچی د تغیر دی ، یو حالت کښی نه ټینګیږې

که دا ستا جنت له یوړه ، دا فطرت او دا وجود

یو څو ورځو کښې به سوځې ، په سرو سترګو به ژړبږې

ای د لوئ فضل ما لکه ، ما له دا دنیا جنت که

فارموله یې ده اسانه ، د د ری توکو نه جوړیږې

لکه ویلی مې دې سرکښې ، بس جانان ځوانې او جام

چه زما لیونی سر پری کله کله مشغو لیږې

او هغه بل د مرګ پس مې ملا جان پسی خیرات که

تش د حورو په خو بونو که د خوار ګذاره کیږې

ماله دلته یوه راکه غونډه ، مسته ، تکه سپینه

مینه ناکه ، سپینه شمعه ، چه لمبې وهې بلیږې

شل رنګونه ئې په نظرکښې ، شل مزاجه په ځیګر کښې

دسپرلې هسی خو یو نه، کله لمر کله اوریږې

یو څرمنه کښی د ننه ، یو حرم د جینکو وې

کله مسته او سر شاره ، کله غلۍ شې شرمیږې

او زما د ی ستړی زړه کښې شل رنګونه اور لمبه کړې

چه دا اور هسی سوزیږې ، د لښتو هسی ګډ یږې

چه په یو بی تاب نظر مې داسی مست داسی نشه کړې

میخانۍ ورته حیرانۍ او ساقی ورته پسخیږې

دهغی زور بد ل کښې ماله د لته یوه راکه

دابد ټوله ځوانی مې ، د څو کالو مشغولا که

که دانه کئ ای جانانه ، سر بی حوری دی سنبال که

نه می هغلته پکار دې ، نه می د لته کښی یا د یږې

غټی غټی ، سپینې سپینې ، چه نه سوال نه منت غواړې

ارتی بیرتی ، وږی سترګی ، په بخملو به لغړیږې

ربّه ! ای جانانه ربهّ ! دغه یو سوا ل خو منظورکه

ګنی لاړ غنې د مړ شو ، ورپسی ئې ژبی کیږې