غزل
چې امید ورته دباغ او دصحرا شي
ګل پاچا الفتچې له فیضه یې ګلونه را پیدا شي
چې سمسور پرې باغ و بټ دپښتونخوا شي
هغه ورځې مې تر سترګو سترګو کیږي
بلبلان په خوب کې ویني سره ګلونه
مینان ویني وربل لاندې خالونه
پتنګان ویني بل شوي مشالونه
دآرزو په مخکې ګورم څه ځلیږي
له سپیرو خاورو به پورته بیا ګلان شي
معطر به په وږمو دغه جهان شي
په هوا کې به ښکاره نوي مرغان شي
چې بهار شي نوي بوټي زرغونیږي
توتکۍ به راشي نوی کور به جوړ کړي
خوار بلبل به خدای په ګلو باندې موړ کړي
پسرلی به بیا خوشحاله لوی او ووړ کړي
تحول په زمانه کې څرګندیږي