نظم

چې ادم خاؤرو کښې کښينی

غني خان

سړيتوب چې لوړ اوچت شی لېونتوب شی

چې خودی د خوده اوځی نو خُمار شی

چې فولاد د وينې موړ په مينه مست شی

نو حېران او پرېشان تار د ستار شی

چې ترې عشق او جانان دواړه وخت فنا کړی

هله پوې سړے په شان د ځان او يار شی

چې ادم خاؤرو کښې کښينی څه زرغون کړی

منجيله چې په دولت شی نو ښامار شی

ما ته حورې غلمان مه څنډوه بس دے

په والله که بې له تا مې په چا کار شی

دا چې نن پکښې زۀ مست او مغرور گرځم

سبا خدائې خبر د چا به دا گلزار شی

ستا د مرگه نه يريږمه پښتون يم

خومې تش ژوندون او خوشی مرگ ته قار شی

زړۀ کښې ډوب د وسوسو درياب بهيږی

جوړ به کله د اميد رنگين ابشار شی

دا خپل زړۀ ستا بې پروا نظر ته گوری

کله کله په ژړا ځکه شاتار شی

ساز ژړا ده کۀ مستی ده نۀ پوهېږم

هر اواز کله شی سوز، کله چغار شی