غزل
چې ښکاره شو راته راز د يار له پطه
رحمان باباچې ښکاره شو راته راز د يار له پطه
پرېشان شوم په زړه حيران له دې نمطه
څوک به څه د وفا طمع کاله ښکليو
چې د طمعې لفظ خالي دی له نقطه
په کشتۍ د عاشقۍ به پل کښېنږدم
که شم دا ځله خارج دغم له شطه
پرېکړه سر چې شې منصور و هر اشيا ته
تېره والی د قلم راځي له قطه
بيا به څو زړونه محبوبه په منگول وړي
هسې راغله لکه تکه سپينه بطه
د يار غم به دې هاله په زړه مېشته شي
که دې غير غمونه شي له دله حطه
نن کاغذ راته ريبار د يار راوړی
گوره څه به شي معلوم له دغه خطه
چې مې قد د يار دراز او نه کوتاه دی
رحمان واخيسته په لاس ځکه اوسطه