غزل

چې له نازه پوشيده لري چشمان خپل

رحمان بابا

چې له نازه پوشيده لري چشمان خپل

څه به ويني مقتولان او مظلومان

چې ښکنځل راته په قهر قهر کاندي

دا لا وگڼي په ما باندې احسان خپل

گفتگو په اشارت کاندي له نازه

کله اسم د چا اخلي په زبان خپل

په گرېبان باندې چې ټک وهي غوټيه

عاشق کښېباسي لاسونه په گرېبان خپل

خريدار يې له حيرته بې شعور شي

چې د حسن رخت څرگند کا په دوکان خپل

چې خپل مخ په آيينه کې ورڅرگند شي

خود په خپله سر فرو کاندي په ځان خپل

چې هر څوک يې عاشقۍ وته هوس کا

گويا لوبې کا په دين او په ايمان خپل

هېڅ صرفه دچا په سر او په مال نه کا

ما ليدلي دي په خپله مطلوبان خپل

دا مقام دی دهغو رنگه عالمه

چې هېڅ نه ويني په سترگو سود او زيان خپل

مجنون ملک دد عاشقيه هله بياموند

چې په اور باندې يې وسوه خان و مان خپل

آفرين د عاشقانو په همت شه

چې ور تېر تر سر و مال دي په جانان خپل

هېڅ د سترگو غړولو خوند يې نه وي

چې رحمان په سترگو نه ويني جانان خپل