غزل
چې پيدا شو ستا چشمان دا هسې شوخ
رحمان باباچې پيدا شو ستا چشمان دا هسې شوخ
نور به نه وي مردمان دا هسې شوخ
کجې زلفې کج آبرو لکه چې ستا دي
نه لړم شته نه ماران دا هسې شوخ
ډېر غمونه شوخ شوخ شته دی په دنيا کې
ولې نه لکه هجران دا هسې شوخ
مگر دېو وي چې بې غم وي په هجران کې
گڼه نه به وي انسان دا هسې شوخ
دا فتنې او فسادونه به وو چرې
که پيدا نه وی اسمان دا هسې شوخ
د اشنا له هجره زړه د اشنا چوي
آفريده کړه خدای جهان دا هسې شوخ
چې يوسف يې د دنيا په متاع ورکړ
پيدا مه شه بل کاروان دا هسې شوخ
چې بوسه له ياره غواړي بې ادبه
خدای دې نه کاندي رحمان دا هسې شوخ