غزل

چې شهيد دتورو سترگو په خنجر شي

رحمان بابا

چې شهيد دتورو سترگو په خنجر شي

خوشنودي يې دسرو شونډو په کوثر شي

چې راياديې سپين رخسار دراز مژگان کړم

هغه دم مې زړه سپند سينه مجمر شي

عندليب خاطر مې الوځي په گلو

که د ترکو سنبل زلفې يې شهپر شي

که يار سل ځله جفا راسره کاندي

زما کله په جفا د يار باور شي

د ناصح په نصيحت به منع نه شم

که هزار ځله مې رور و برادر شي

د رقيب اوزما صلح سره نشته

که مو چرې لاس و دست وبله بر شي

صبوري او قراري له ما خطا دي

تر هغه ساعته پورې چې محشر شي

تېر ساعت به د هېچا په لاس کښېنوځي

مگر تللی اشنا بيا په اشنا ور شي

خوبرويان به د سپوږمۍ ټوکړې ورواخلي

که رحمان کچکول په لاس کا قلندر شي