نظم
چيندخ
غني خانمخ دې د شېخڼو په شانې نۀ خاندی اوښيار دے
ښکلے دې اواز لکه د ژرندې د غرار دې
سترگې پټې پټې، بغې بغې، تشې تشې
چغه دوه منۍ غريبه، توره دوه وربشې
خوله کږه وږه، لويه، اوږده اؤ وازه ويته
زر دې زړگے خور شی دونکاچه کړې راپليته
خېټه دې چاټۍ لويه او پلنه د لاله په شان
لنډې دې پاپۍ، ارتې سپېږمې دد نتولا په ش ان
ټوپ وهے، تلل نه کئې ، څه بدرنگه دې رفتار دې
ښکلے دې اواز لکه د ژرندې د غرار دې
اوسې په اوبو کښې د ټپخ اؤ د ملۍ په شان
کخ دې دسړی هسې، کاته د مار مهۍ په شان
گرځې په پټو کښې د نولی او د لومبړ هسې
ټوپ دې د ملخ په شان، غټې د باکوکړ هسې
څه اوبه څه خاورې شوې، څه مږه ، څه کبوړے
کله دې په سترگو کښې چپې وی کله دوړې
رنگ دې بې نمکه د خزان نه د بهار دې
ښکلے دې اواز لکه د ژرندې د غرار دې
شړپ کله ښانک کښې کله شړپ د لختی غاړه کښې
مچ، ماشے چې پېښ خېل خانه ورله وېجاړه کړې
خوب کوې په خاؤرو خو مستی ياری اوبو کښې کړې
اوسې په تيراه ښې خو بچی راوړۀ پبو کښې کړې
پنجې دې د بټې او لينگی د چرگوټی په شان
چيت او لنډ او پلن راغونډ وجود د مرهټی په شان
ټغ دې د دله دے، رنگ روغن دې د ښامار دے
ښکلے دې اواز لکه د ژرندې د غرار دے