غزل
د ازل په ورځ د برخو جواري وه
رحمان باباد ازل په ورځ د برخو جواري وه
ای رحمانه! چا بايلوې چا گټلې
هسې ډوب يم ستا د غم په درياب تللی
چې ماهي غوندې بې تېغه يم کوتلی
ما ليدلې چې لينده دې وه راکښلې
تا د وروځو په ليندو يم زه ويشتلی
په خپل ځان مې تر هغه پورې نظر و
څو مې ته په نظر نه وې کښوتلی
اوس مې ستا په مينه ځان و جهان هېر شه
د سېلاب په مخ کې لاړم لکه خلی
عاشقي به يې د باد په مخ بڼه کا
که چا ځای وي کوه قاف غوندې نيولی
چې د عشق له بحره روغ سلامت ووځي
زه يې نن گڼم له موره زېږېدلی
هر چې واوړي په بلا د تورو زلفو
هغه بيا تر کوره نه دی ورغلی
چې له غرونو پرېوتلی وي بيا پاڅي
پاڅېدی نه شي له زړونو پرېوتلی
چې د اور لمبو وهلی وي بيا روغ شي
نه رغېږي د آزار لمبو وهلی
زه رحمان يې هر دم وينم ستا په غم کې
که خپل مرگ په سترگو نه دی چا ليدلی