نظم
د درگاه سپي
ګل پاچا الفتد صاحب د درگاه سپی
د غريب کاله سړی
په نظر کښې يو شان نه دي
يو يې خپل دی بل پر دی
د جناب په نامه ياد دی
د ليلی د کوڅی سپی
جناب نه دی هر سړی
که مزدور شي د صاحب څوک
له هرچا نه وي بې قدره
که څوک ځان ورته سپی کاندی
د صاحب پرې خاص نظر وي
سړيتوب ساتل گناه ده
په حضور کښې دبادار
په نظر د استثمار
هغه سپی چې صاحب کور کښې
په نعمت او ناز ساتلی
يو سړی د سپی خدمت ته
بودجه کښې منظور شوی
نورو سپيو غوندې نه دی
له مزدوره معتبر دی
د صاحب چې پرې نظر دی
صاحب وايي زما سپي ته
دسړی په نظر گورئ
په ادب کښې يې هېڅکله
له انسان نه کم مه بولئ
اودس نه ماتوي کورکښې
ځي د باندې چيرته لرې
چې يې نکړئ چغه کورې
له دهقانه يې ژوند ښه دی
په صابون مينځلی کېږي
ډېر خواران او غريبان يې
ژوندانه ته هوسېږي
لکه سپي د يو رپيانو
لکه سپي
نازوي يې بي بي جا نه
چې په سپي ده مهربانه
د سپي دا قدر چې وليد
بې همته ومانه سپيتوب
د دنيا د صاحبانو
سړي سپي شوه سپي سړي شوه
د صاحب له برکته
او زمونږ له دون همته
که انسان استخدامېږي
عملاً د سپي خدمت ته
دقانون نظر خوښه دی
د انسان لوړ کرامت ته
حقوق واړه مساوي دي
د بډای او د فقير
د صاحب او د حقير ـ