نظم
د فريدون دمور خط
غني خانما د دوؤ لپو خاؤرې تاله ژوند او جهان جوړ کۀ
خپلې مينې داسې يوړم بل مې تاله جانان جوړ کۀ
دا چې زۀ د وفا ډکه دجنون جهان له لاړم
دا مې لال هغلته ومونت د همه لالونو ښکلې
دا زما د غرور نخښه د هغو گيلو جواب دې
چې به تا په ماښامی کښې ماته کولې غلې غلې
دا ثبوت زما د مينې دايمان او د وفا دے
دا زما روح چې روښان شو د دۀ سترگې ئې کړې بلې
دا تصوير زما د ژوند دے څه خندا ده څه ژړا ده
د شهباز د وزر شغ دے پوست سُرونه د بلبلې
دا ثبوت دشاه دمينې، دازاری ده دغلام
دا انعام د ټولو ښکلے د همه ؤ رنگين جام
دا تعبير ستا د خوبونو او زما مخ د ارمان دے
ما جوړ کړے د خپل ځانه ښکلے عکس ستا دځان دے
په صحرا مې خور کړے سور څادر د گلستان دے
هره ساه کښې مې ليکلے نوم د مينې د جانان دے
دا چې زۀ ستا دخوبونو د جنون تالاش کښې لاړم
ستا خانۍ له مې جوړ کړے ستا نه ښۀ غوندې يوخان دے
دا چې ما ستا وزرونو کښې ارمان دعقاب وليد
داعقاب مې ستا نه جوړ کۀ، هم عقاب دې هم ارمان دے
دا سرې سرې د ساقی شونډې څه مستی او څه خيام
دا په سوز کښې رنگ د ساز دے د ممبر د پاسه جام
دا د "نيشت" په شاملات کښې ما اجل ته کېښود څلے
دا خو ما د سبا طمعې کړې پرون سره بدلې
دا چې زۀ يو رنگين خوب شم د تالاش او د ارمان
ستا په تور تاريک محل کښې سپينې شمعې شولې بلې
ما د دوؤ لپو خاورې تاله ژوند او جهان جوړ کۀ
خپلې مينې داسې يوړم بل مې تاله جانان جوړ کۀ
ما کۀ داؤ په يو ارمان ستا خپل ژوندون تمام تمام
ما خپل هوش کُلال له ورکۀ چې ترې تاله جوړ کړی جام
چې تۀ رنگ شوې او خيام شوې، زۀ شراب زۀ گل اندام
چې تۀ عور شوې او موسی شوې، زۀ دنور پړق او رڼا شوم
چې تۀ شور شوې او ارمان شوې زۀ دوصل کُل تمام
ته چې شوې د اور بڅرے زۀ هم سره لمبه د اور شوم
چې ستا زړۀ په تالاش سر شو، زۀ شوم لاره، زۀ امام
دا چې ستا شونډې شوې تږې دمستۍ د سرو شرابو
دا خو ځکه زۀ جانانه هم شراب شومه هم جام
تا چې سوال د رڼا وکۀ، دبهار صبح صادق شوم
ته مئين چې په تياره شوې، زۀ د ژمی شوم ماښام
چې تا نوم دغزا، واغشت ماکړه مرگ ته ډيوه بله
چې تا نيت د طواف وکۀ، نو ما وتړه احرام
ما د دوؤ لپو خاورې، تا له نور او بوستان جوړ کۀ
خپلې مينې داسې يوړم، بل مې تاله جانان جوړ کۀ ـ