نظم
د غرو پسرلی
ګل پاچا الفتغرونه رغونه له گلو ډک دی
بلبل په باغ کې هسې گرځېږي
له گلو ډک دي غرونو رغونه
زرکو سره کړی پښې لاسونه
د سپينو زرو تختې ښکارېږي
سړی چې گوري نن آبشارونه
بهار گل راووړغرواورغونه
د شپنو پام شو خپلو ناروته
زرکه ځان ولی بيا له گړنگه
مستی ختلی د غرو سروته
صحرا په گلو څه ښه ښکارېږي
گلان په ښکلو ښه ښکاره کېږي